د کاپیسا د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو لپاره د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۱۰
tveta

د کاپيسا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکز څخه د برښنا انجنيرۍ، ساختماني انجنيرۍ، د موټرو ترميم انجنيرۍ او کمپيوټر ساينس له څانګو څخه څه باندې ١٥٠ تنه فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د کاپيسا ولايت مرستيال والي مولوي اسدالله سنان په ګډون د یاد ولايت سيمه ييزو مسئولينو هم برخه اخيستې وه او ويناې يې وکړې.

د دغه مراسمو په پيل کې د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شمس الرحمن سعادت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو، موخو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او له تخنيکي آمریت سره يې د دغه ولايت د سيمه ييزو ادارو د همکاريو قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې د کاپیسا مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وویله او ځوانان یې د افغانستان سرمایې په توګه یاد کړل.

ښاغلي مولوي اسدالله سنان دغه راز زياته کړه، هڅه کوي، چې په یاد ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.

د دغه مراسمو نورو ويناوالو هم په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي پوهې پر اهميت او اړتيا ټينګار وکړ.

له بلې خوا د کاپيسا ولايت سيمه ييزو مسئولينو د مراسمو په پاى کې د محصلينو له لاسته راوړنو او نوښتونو څخه ليدنه وکړه او د کاپيسا ولايت مرستيال والي له اختراع کوونکو سره د مالي همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS