د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د استقلال لوړو زده کړو مؤسسې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۸:۵۶
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر استاد رفیع الله حبیبي د استقلال د لوړو زده کړو موسسې له رئیس پوهاند حفیظ الله حداد سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټيټوټونو فارغان د خپلو لوړو زده کړو د دوام په موخه د استقلال لوړو زده کړو موسسې ته په ځانګړي تخفیف سره شامل شي.

په دې تفاهم لیک کې همداراز راغلي چې استقلال د لوړو زده کړو موسسه به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لاره واچوي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د عملي کارونو دورې برابرول او د استقلال د لوړو زده کړو موسسې له لابراتوار، کتابتون او کمپیوټرلب څخه د محصلینو ګټه اخیستنه د دغه تفاهم لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې هم د استقلال د لوړو زده کړو له موسسې سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS