د ځانګړو زده کړو ملي خبرو اترو، کنفرانس دوهمه ورځ په انټرکانټینینټال کې دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۰

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون د ځانګړو زده کړو ملي خبرو اترو، کنفرانس دوهمه ورځ نن د کابل ښار په انټرکانټینینټال هوټل کې، دوام لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده کړو آمر ښاغلي غلام سخي وحدت د ملي او نړیوالو بنسټونو له مسؤلینو سره په دغه کنفرانس کې وویل چې دغې ادارې د معلولیت لرونکو کسانو د خدمت لپاره د نړیوالو موسسو لپاره د همکارۍ ټولې زمینې چمتو کړې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د معلولیت لرونکو کسانو خدمت کول د هر وګړي انساني دنده ده او باید هغوی ته د رسدنې په پار په ګډه فعالیت ترسره شي.

په افغانستان کې د ناروې کمیټې مشر ددې ناستې په دوام کې څرګنده کړه چې یاد کنفرانس د ټولو بنسټونو او موسسو لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو د معلولیت لرونکو کسانو د خدمت لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي واټر ډال زیاته کړه چې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د مسلکي زده کړو وړاندې کول او د روزنو زمینه برابرول، د ستاینې وړ دي.

 د یادونې وړ ده چې اوس مهال بیلابیلې کمیټې د معلولیت لرونکو کسانو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۲
Background image

د لغمان ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د ودانۍ سیم‌ غځونې په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د ودانیو سیم‌ غځونې د څرنګوالی په اړه عملي زده کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د عملي مهارتونو زده‌کړې په موخه د لارښود استاد تر څارنې لاندې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار ولایت تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا د راډیويي څپو (FM) دستګاه جوړول

د ننګرهار ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، چې دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نوښت په برخه کې یو شمېر پروژې د استادانو تر څار لاندې د زده‌کوونکو لخوا پرې کار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۴۱
Background image

د چپرهار کرنې انسټیټیوټ زده‌کوونکو لخوا د مالټې مربا چمتو شوه

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کرنې انسټیټیوټ زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په همکارۍ د خوراکي موادو پروسس د څرنګوالي په اړه زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود استاد د یوه درسي جلسې په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS