د پکتیا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کرنې څانګې زده کوونکو د جلغوزې د پروسس فابریکې څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۹:۴۱

د پکتیا ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د کرنې څانګې دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د علمي سفرونو په چوکاټ کې په یاد ولایت کې د رحيم ګردېزي شرکت د جلغوزيو د پروسس فابريکې څخه لیدنه وکړه.

نوموړو په دې علمي سفر کې د خوراکي موادو د پروسس کولو له بېلابېلو برخو سره بلدتیا ترلاسه کړه او د جلغوزیو د پروسس کولو ماشینونو د کار کولو څرنګوالی یې هم په عملی بڼه ولید.

په همدې حال کې د یادې فابریکې مسؤلینو او لارښود استاد زده کوونکو ته د جلغوزې اقتصادي ارزښت په اړه هر اړخیز توضیحات وړاندې کړل.

لارښود استاد د جلغوزې د پروسس فابریکې، اقتصادي اهمیت ته په اشارې سره وویل چې جلغوزې د افغانستان له ارزښتناکه صادراتي محصولاتو څخه ګڼل کېږي ، چې د پروسس وروسته یې کیفیت او قیمت څو چنده لوړیږي.

په همدې حال کې زده کوونکو هم د دې علمي سفر د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او خپل پوښتنې یې د پروسس د څرنګوالي په اړه له استاد سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS