د پکتيا ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت او د پکتيا پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسليک شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۹:۳۷

د علمي او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه، د پکتيا ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت او د دې ولایت د پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌ليک لاسليک شو.

دا تفاهم‌لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د ښوونې، روزنې، اداري او تحصیلي چارو د همغږۍ، د ګډو علمي پروګرامونو د پلي کولو، د کار چاپېریال ستونزو د له منځه وړلو او د څېړنو او نوښتونو په برخو کې د همکارۍ لپاره ترتیب شوی دی.

د یاد تفاهم‌ليک د محتوا له مخې، دواړه اړخونه ژمن دي تر څو د درې کلونو لپاره د خپلو امکاناتو او ظرفیتونو مطابق، یو له بل څخه ملاتړ کوي، او همداراز په دې برخه کې به ګډ مسؤلیتونه به پر غاړه اخلي او د زده‌کړې، روزنې او عملي همکاریو د پراختیا لپاره په ګډه سره ګامونه پورته کوي.

دا تفاهم‌ليک نه یوازې د تعلیمي بنسټونو ترمنځ د علمي او مسلکي همکاریو بنسټ پیاوړی کوي، بلکې د پکتيا ولایت د ځوان نسل لپاره د پرمختللو او اغېزمنو زده کړو زمینه هم برابروي. دغه اقدام د تعلیمي نهادونو ترمنځ د اغېزمنو همکاریو، څېړنو او علمي پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS