د پلان رئیس د کاتب پوهنتون له مسئولینو سره د هوکړه لیک موادو په اړه خبرې اترې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۶:۱۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل د کاتب خصوصي پوهنتون د علمي او محصلينو چارو له مرستيالانو سره وکتل.

په دغې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د کاتب پوهنتون ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک پر برخو او موادو خبرې وشوې.

په پام کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره له کاتب پوهنتون سره د ظرفیت د لوړولو، تعلیمي نصاب، د کیفیت د تضمین او د معیاري انسټیټوټ د جوړولو په برخو کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

په نننۍ غونډه کې پريکړه وشوه چې هوکړه لیک مسوده به په راتلونکې غونډه کې نهايي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS