د پروان د کثیرالرشتوي انستیتیوت ممتاز استادان او محصلین وستایل شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۱:۴۲
پروان

د پروان ولایت په مرکز کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ ممتاز زده کړیالان د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا وستایل شول.

پر همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د پروان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر شېرمحمد حقاني هم د دغه ولايت په مرکز کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د استادانو هڅې او فعاليتونه وستايل.

ښاغلي حقاني د تخنیکي او مسلکي مرکزونو زده کوونکي نوښت او خلاقیت ته وهڅول.

د مراسمو په پای کې هغه زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې په ازموینه کې یې غوره نمرې ترلاسه کړې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

BACK TO NEWS