د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په هکله لنډ راپور

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۵
کوتاه

لغمان

د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو له آمرینو سره غونډه وکړه.

په دې کتنه کې د تعلیمي کال د پیل لپاره پر چمتووالي خبرې وشوې.

په لغمان کې د مسلکي ښوونځیو  او انسټیټونو آمرینو هم خپلې برنامې او وړاندیزونه شریک کړل.

بلخ

بلخ ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استول شوي پلاوي د یاد ولایت د تخنیکي مرکزونو له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي د څېړنو له بشپړېدو وروسته د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمر مولوي نورالله صلاح الدین امیني سره وکتل او د ۱۴۰۲ لمریز کال د شپږو ښوونیزو مرکزونو د بېرته فعالېدو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

کندز

د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اداري غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد مسؤول مولوي محمد داوود د نصحت او اصلاح وینا وکړه.

همدارنګه د اجنډا له مخې د بشري سرچینو او د څارنې او راپور ورکولو مدیرانو په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ډاکټر فرید احمد لکڼ خېل د اداري او ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تخار

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د بشري سرچینو مدیر غلام آریامنش د تخار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له آمر احمد خان عباس سره د یاد آمریت د کارکوونکو لپاره د روزنیزو سیمینارونو د جوړولو او د دغه آمریت د خالي بستونو د اعلانولو په اړه خبرې وکړې.

د تخار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS