د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۱:۲۳
خبرهای کوتاه

فاریاب

د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ د سیمه ییزو ادارو ۲۵ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي د ظرفیت لوړونې له پروګرام څخه چې د دغه ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انستیتوت کې جوړ شوی وو، فارغ شول.

په دغه روزنیز کورس کې د ادارې او مدیریت مهارتونه، کمپیوټر او انګلیسي ژبې د دوو میاشتو لپاره تدریس شوی دی. د دغه کورس فارغانو د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت څخه د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړي.

لغمان

د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي مرکزونو آمرینو او تدریسي مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د راپور چمتو کولو او کاري پلان مهارتونه تدریس شول.

کندهار

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغه ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې رئيس ښاغلی مولوي عصمت الله منير په مشرۍ د سپين بولدک کثيرالرشتوي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

 ښاغلي منیر د یاد انسټیټوټ له زده کړیالانو سره وکتل او د هغوی د نوښتونو ستاینه یې وکړه.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې رئيس د سپين بولدک د کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو ستونزې واوريدې او ژمنه يې وکړه، چې ټولې ستونزې به هواري کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS