د میدان وردګ پوهنتون محصلینو د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ له ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۴
TVETA

د میدان وردګ پوهنتون د فزیک څانګې محصلینو د یاد ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ له ورکشاپ څخه لیدنه او د لیدنې په ترڅ کې نوموړو ته په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ د فزیک څانګې استاد او د میدان وردګ ولایت د پوهنتون استادانو د درس په ترڅ کې نوموړو محصلینو ته د فزیک مضمون اړوند موضوعاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

د میدان وردګو پوهنتون محصلینو هم په دغه ورکشاپ کې له زده کړو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو ټولې زمینې برابرې دي.

د تخنیکي اومسلکي زده کړو ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې ده زده کړو لوبه برخه عملي څرنګه چې محصلینو ته ۶۰ سلنه عملي او ۴۰ سلنه نظري زده کړې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS