د میدان وردګو ولایت اړوند چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۵:۲۲
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د یاد ولایت د ګرداب د بي بي هاجرې (رض) لېسې ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د ساختمان او د ساختمان د قالب بندۍ په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS