د میدان وردګو ولایت اړوند سیداآباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د سید آباد سب اسټیشن څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۳:۵۹
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداآباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یادې ولسوالۍ د برق سب اسټیشن ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د برقي ترانسفارمرونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په جریان کې، محصلینو ته د سب اسټیشن تجهیزاتو او ترانسفارمرونو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS