د میدان وردګو ولایت اړوند جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو د عملی زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۳:۳۸
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند جلریز ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د «نباتاتو د دوا پاشۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، زده کوونکو ته د «د بیلابیلو نباتاتو د دوا شیندنې د څرنګوالي » په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز په دوام کې زده کوونکو په عملي بڼه په کرم نبات باندې د نارغیو ضد دوا د کارولو طریقه زده کړه او عملا یې دغه فعالیت ترسره کړ.

د زده کوونکو په کاري راتلونکي کې د عملي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې په عملي ډول وړاندې کیږي. دا زده کړې د زده کړیالانو د حرفوي مهارتونو په لوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS