د موټر ترمیم څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پای ته ورسید

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
TVETA

د موټر ترمیم څانګې شپږ میاشتنی لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې د روپاني موسسې لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په همکارۍ سره پیل شوی و، پای ته ورسید.

د دې پروګرام موخه د کار په بازار کې د کوچنیو تجارتونو رامینځته کول دي.

روپاني موسسې د خوړو نړیوال پروګرام سره په همکارۍ، د یاد شپږ میاشتنۍ برنامې فراغانو ته د موټرو تخنیکي ورکشاپونو لپاره اړین کاري کیټونه هم وویشل.

په روپاني موسسه کې مسؤلین وايي چې نوموړو دا کیټونه هغو کسانو ته ویشلي دي چې د روزنیز پروګرام څخه د فراغت وروسته یې د کار په بازار کې عملآ کارونه په لاره اچولي دي.

دغه راز د روپاني موسسې د یو مسؤل ښاغلي محمد حامد رحماني په وینا، د موټر ترمیم څانګې ۳۷ تنه فارغان په بېلابېلو کاري ډلو ویشل شوي دي، او نوموړي په بازار کې په ډلییزه توګه کار ترسره کوي.

ښاغلي رحماني په خپله وینا کې دا هم زیاته کړه چې دغه کاري ډلې د ورکشاپونو څخه د نظارت او کنټرول او همدارنګه د هغه تجهیزاتو په سمه توګه کارولو په موخه جوړ شوي دي چې د دې موسسې لخوا ورته ویشل شوي.

د موټر ترمیم څانګې فارغانو، د دې پروګرام له ترسره کولو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ، د حکومت او مختلفو بنسټونو څخه یې د کوچنیو سوداګرۍ او کاربارونو څخه د لا زیاتو ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS