د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د ظرفیت لوړونې په پروګرام کې د تخنیکي زده کړو ادارې د کارمندانو ګډون

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د ملکي خدمتونو انستیتوت سره په همکارۍ، د دې ادارې د مرکزي هستې یو شمیر کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې پدې روزنیز پروګرام کې، نوموړو ته د غونډو مدیریت او لیکوالي « آئین نګارش » په اړه د ماسټر ترینرانو لخوا روزنه ورکړل شوه.

د کارکوونکو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا، یاد پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د اداري چارو د پرمختګ په موخه ترسره شو.

په ورته وخت کې، کارمندانو هم د دې پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د نوموړو لپاره نور روزنیز پروګرامونه هم پلاره واچوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS