د محمدآغې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د حرفوي پروګرامونو دوهمې لړۍ پیل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۵۸

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د روزنیز حرفوي پروګرام دوهم پړاو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې پیل شو.

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وايي چې دا روزنیز پروګرام به زده‌کونکو ته د کمپیوټر ترمیم په برخه کې د دریو میاشتو لپاره ورکړل شي.

روزنیز حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو له مهمو برنامو څخه دي، او زرګونه کسان له دې پروګرام څخه فارغ شوي او اوس په بازار کې په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

BACK TO NEWS