د محصلینو له لوري د کیمیاوي تعاملاتو او بریښنا تولید په برخه کې د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۵۰

عملي زده کړې زده کونکو ته دا امکان ورکوي ترڅو هغه مهارتونه چې هغوی ورته د کار په بازار کې اړتیا لري، زده کړي. لکه د وسایلو تجهیزاتو سره کار کول، آزمایشونه، ټیکنالوژۍ، او صنعتي تجهیزات چې د نوموړو په کاري  راتلونکي کې خورا ګټور ثابت کیدی شي.

په همدې اساس، د فاریاب ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق انجینرۍ څانګې محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز په عملي ورکشاپ کې د« کیمیاوي تعاملاتو په ترڅ کې د بریښنا تولید» په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

د دې درسي جلسې په دوام کې، لارښود استاد محصلینو ته د کیمیاوي تعاملاتو او د برق انرژۍ د تولید کولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS