د مالي او اداري چارو مرستیال لخوا د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه او څارنه وشوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۵۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو سره لیدنه وکړه.

ښاغلي مفتي فاضل او ورسره پلاوي د کندز ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ او د یاد ولایت د ادارې او حسابدارۍ له انسټيټوټ څخه هم لیدنه وکړه.

د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پلاوي د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او ننګونو حل ویل شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS