د لوړو زده کړو وزارت د انسټیټونو د فارغانو لپاره د یوکلن تنزیل د لرې کولو په اړه د پرېکړې د تطبیق پیل

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۲:۱۴

د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې له مخې، په دولتي پوهنتونونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې د انسټیټونو د فارغانو لپاره د يو کلن تنزیل د لرې کولو د پرېکړې عملي کول به په ۱۴۰۲ کال د پسرلي له سمسټر څخه پيل شي. او همدارنګه د روان تعلیمي کال د مني سمسټر څخه په خصوصي پوهنتونونو کې د پلي کیدو وړ دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د هوکړه لیک له مخې به په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو د دوام لپاره د انسټیټونو د فارغانو لپاره یو کلن تنزیل لرې شي.

په تیر کې د انسټیټونو د څوارلسم ټولګي فارغان د کانکور د ځانګړو ازموینو له اخیستو وروسته په پوهنتون کې د بیا ځل لپاره څوارلسم ټولګی لوسته. خو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت د هوکړې له مخې به له دې وروسته د انسټیټونو فارغان د پوهنتون په پنځلسم ټولګي کې شامل شي.

د دغه هوکړه لیک له مخې د کانکور په اختصاصي ازموینه کې د انسټیټونو د فارغانو لپاره د کامیابی نمبرو سلنه له ۸۰ سلنې څخه ۷۵ سلنې ته را ټیټه شوې ده.

همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مضامینو څخه به د کانکور اختصاصي ازموينې پوښتنې طرحه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS