د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۴۹
TVETA

د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یاد ولایت کوټای تور کلي ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د "برښنا برج" په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د "برښنا برج، د برق پرچاوي او ترانسفرمونو" په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.

دغه راز په دوام کې په یاده برخه کې د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هراړخیز ځوابونه هم ورکړل شول.

د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS