د فرخار د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د حیواني ناروغیو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۱۳
TVETA

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اړوند د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیوانی ناروغیو په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د لوست په ترڅ کې محصلینو ته د حیواني ناروغیو او حیواني ناروغیو د درملنې د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو له فارغانو سره مرسته کوي تر څو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS