د فراه ولایت لسګونه زده‌کوونکي له بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۸:۵۵

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د زراعت انسټیټیوټ څخه د څه باندې ۸۰ زده‌کوونکو فراغت مراسم د یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په حضور کې ترسره شول.

یاد زده‌کوونکي د بالابلوک ولسوالۍ د زراعت انسټیټیوټ او همدارنګه حرفوي زده‌کړو له بېلابېلو څانګو فارغ شول.

مسؤلینو وویل چې دغه کسان د یاد انسټیټیوټ د لومړۍ دورې فارغان دي. د هغوی په وینا، اوس مهال شاوخوا ۸۰ نور زده‌کوونکي د دې انسټیټیوټ په ۱۰، ۱۱ او ۱۳ ټولګیو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

فارغو زده‌کوونکو نور ځوانان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ترلاسه کولو هڅونې ترڅنګ، له مسؤلینو وغوښتل چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د عملي زده‌کړو لا پیاوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل د یادو مرکزونو د تعلیمي چاپېریال او زده‌کړیزو امکاناتو پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS