د سرپل عالمانو د شورا له رئیس سره د تخنیکي او مسلکي چارو د مرستیال خبرې اترې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۳:۵۲
tveta

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، سرپل ولایت ته د خپل سفر په اوږدو کې د مفتي عبدالمنان هاشم، د یاد ولایت د عالمانو د شورا رئیس سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په دغه لیدنه کې وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ پلاوی د ستونزو د حل کولو په موخه دغه ولایت ته راغلي دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ددولت له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کیږي، چې اساسي موخه یې د کار بازار ته د متخصصو کسان روزل دي.

ښاغلي مولوي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه، او د مجاهدینو د روزني د طرحې په هکله یې تشریحات ورکړل.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت د عالمانو د شورا رئیس د تخنیکي او مسلکي چارو له مرستیال سره په لیدنه کې وعده وکړه چې د سرپل په ولایت کې به د یادې ادارې له ټولو برنامو څخه ملاتړ کوي.

همدارنګه نوموړي د مجاهدینو د طرحې په هکله خوښي څرګنده کړه، او د سرپل په ولایت کې یې له پلي کولو څخه ډاډ ورکړ.

ښاغلي مفتي هاشم زیاته کړه؛ چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري. باید له هغه څخه هراړخیز ملاتړ وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS