د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ کې د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې دوام

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۶
TVETA

د خوست ولایت تحنیکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، د یاد تخنیکي مرکز د عملي زده کړو په چوکاټ کې د لیول کولو او د لیول ماشینونو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د " ساختمانی پروژو، لیول کاري او د لیول کارۍ ماشینونو" په اړه په عملي او نظري شکل روزنه ورکړل شوه.

دغه راز د روزنې په جریان کې، محصلینو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.

عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو سربیره، یادې زده کړې د زده کونکو هڅونې او د بیلابیلو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو لیوالتیا په زیاتولو کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS