د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یو ښوونیز مرکز کې د عملي روزنو د زده کړې دوام

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۷

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برق څانګې زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي فعالیتونو په ورکشاپ کې د  ودانیو د لین غځونې په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د " ودانیو د لین غځونې څرنګوالي او همدارنګه د سویچ، سرکت او فیوز د نصبولو په شمول د بیلابیلو اړونده موضوعاتو" په اړه په عملي او نظري شکل روزنه ورکړل شوه.

دغه راز د روزنې په جریان کې، زده کوونکو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.

د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، عملي زده کړې د زده کونکو هڅونې او د بیلابیلو علومو د غوره زده کړو کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو په برخه کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د کارکوونکو د تشکیلاتي وضعیت او ګومارنو په اړه آنلاین غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو رئیس، محترم مولوي شاکرالله الکوزي، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمرینو سره په یوه آنلاین غونډه کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د ادارې د نویو ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

BACK TO NEWS