د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د شاوخوا ۷۲ زره ډالرو په ارزښت، ساختماني پروژه افتتاح شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۵۹
TVETA

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کابل ښار په روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ کې د آغا خان بنسټ سره په همکارۍ د روغتایي مرکز جوړولو پروژه افتتاح کړه.

د دې روغتیایي مرکز په افتتاحیه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل، ښاغلی نجم الدین نجم په افغانستان کې د آغا خان بنسټ رئیس ، د دې ادارې مقاماتو او د آغا خان بنسټ یو شمیر نورو مسؤلینو هم حاضر درلود.

د دې مراسمو په پیل کې، د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د اسلام له نظره له نورو سره د مرستې کولو په اړه خبرې وکړې نوموړي څرګنده کړه چې د نورو سره همکارۍ د هغو لاس‌نیوی د متعال خدای په دربار کې لوی اجر او ثواب لري.

دغه راز مفتي فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د آغا خان بنسټ له همکاریو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د ځانګړو زده کړو څانګه د یادې ادارې یوه مهمه برخه ده.

همدارنګه په دوام کې، په افغانستان کې د آغا خان بنسټ رئیس ښاغلي نجم الدین نجم، د بیلابیلو قشرونو لپاره د خدماتو رسولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه له هلو ځلو څخه ستاینه وکړه.

نوموړي همداراز د نابیناینو څخه په ملاتړ هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې پروژې د تطبیق کیدو موخه روښان‌زړو کسانوته د روغتیایي خدمتونو د لاسرسي ښه والی دی.

په ورته وخت کې، د آغا خان بنسټ رئیس په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS