د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي غونډه د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۲:۲۸
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغې ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د مرستیالانو په حضور کې د ولایتونو تخنیکي آمرینو سره ترسره شوه.

د دغې ناستې موخه د ولایتونو د تخنیکي مرکزونو د ستونزو د هواري څرنګوالی دی.

په دغې کتنه کې د ولایتونو تخنیکي آمرینو په استازیتوب د ننګرهار ولایت تخنیکي آمر فضل الباري نصرت د تخنیکي آمریتونو ستونزې او وړاندیزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه پلاوي سره شریک کړل.

په دغې ناسته کې د درسي کتابونو د عادلانه وېش، تخنیکي آمرینو ته د زیات واک سپارل، د ښوونیز نصاب، د استادانو کادري امتیازاتو په ګډون د ولایتي تخنیکي آمریتونو پر ستونزو خبرې وشوې.

په ورته وخت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي د ولایتونو د تخنیکي مرکزونو د ستونزو د حل او اړتیاوو د حل پر څرنګګوالي خبرې اترې وکړې.

د دغې ناستې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ننګونو او د اړتیاوو حل په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ چې  کوچنۍ ستونرې دې د ولایتونو تخنيکي آمرینوز له خوا هوارې شي.

نوموړي د ښوونیز کیفیت د ښه والي په ګډون د یو شمېر موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS