د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه او کارکوونکو ترمنځ د خبرو اترو غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۱۵:۱
گفتمان ۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه او کارکوونکو ترمنځ د خبرو اترو غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کارکوونکو او امرینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حيدر شهامت په خپله وينا کې کارکوونکو ته په خطاب کې وويل: خداى پاک په قران کريم کې څو ځلې په وخت قسم خوړلى دى. "نو موږ باید د وخت ارزښت وپیژنو او د وخت پاملرنه وکړو."

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رييس وويل: "موږ دلته ستاسو (کارکوونکو) پوښتنو ته ځواب ویلو ته حاظر یو." نوموړي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ، چې د هېواد د وضعيت د ښه والي په موخه دې په پوره ايماندارۍ، ژمنتيا او په دقت سره کار وکړي.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دې ادارې د کارکوونکو پوښتنو او نیوکو ته ځوابونه وویل.

دا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه او کارکوونکو ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو دی. د ننګونو د حل او د دې ادارې د وضعیت د ښه کولو په اړه دا هر دوه میاشتې وروسته ترسره کیږي او د کارکوونکو پوښتنو او نیوکو ته ځواب ویل کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS