د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال د بدخشان ولایت د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې د آزموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۴:۵۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل بدخشان ولايت ته د خپل سفر په دوام کې په یاد ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د يو شمېر مرکزونو د پسرلني (بهاري) سمستر د آزموینې له بهیر څخه ليدنه وکړه.

نوموړي محصلینو ته د لا بریاوو هیله وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د علم په ترلاسه کولو او د هېواد د پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د هېواد په سړو سیمو (سرد‌سیرو) او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د پسرلني (بهاري) سمستر آزموینې نن د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نیټه پیل شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS