د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د اشارې ژبې پراختیا

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
TVETA

په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د نصاب ریاست لخوا د اشاروي ژبې نصاب ته چې اوسمهال د دې ادارې د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې تدريس کېږي، پراختیا ورکوي .

په ورته وخت کې د ځانګړو زده کړو د مرکزونو لپاره د " تخصصي اشاراتو د چمتو کولو" تر سرلیک لاندې یو پروګرام پیل شوی دی.

په دې پروګرام کې د کابل پوهنتون استادان، د علمي چارو کار پوهانو او متخصصینو برخه اخیستې.

انجینر احمد نبي نایل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب  رئیس د یاد پروګرام په پیل کې وویل، دوی هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د اورېدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زده کړو په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ښوونيز نصاب پر پراختيا او پياوړتيا ټينګار کوي او تر دې دمه د یادې ادارې لخوا لسګونه جلدونه بېلابېل تخنيکي او مسلکي کتابونه څېړل شوي او نهايي شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS