د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې علمي او اصلاحي سمینار پای ته ورسید

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۷:۰
TVETA Seminar

هغه علمي او اصلاحي سمینار چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د دوه ورځو لپاره په لاره اچول شوی وو  نن پای ته ورسید.

په دغه سمینار کې د حکومت لوړپوړو چارواکو، علماوو، کارکوونکو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمیر محصلینو حضور درلود.

په دغه مراسمو کې ویناوالو پر مهمو ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

په دغه مراسمو کې د اسلامي نظام پر ټینګښت او ملاتړ هم خبرې وشوې. ويناوالو ټينګار وکړ چې په هېواد کې اسلامي نظام يو الهي نعمت دى او د پياوړتيا لپاره يې بايد بنسټيز کار وشي.

له بل پلوه ويناوالو د دغه سمينار جوړول د اسلامي افکارو د ودې په برخه کې مهم وبلل او د دغژ برنامې ترسره کولو هرکلى يې وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS