د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په افغانستان کې د «سرف» مؤسسې له مسئولینو سره خبرې وکړې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۲:۳۸
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدرشهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د «سرف» مؤسسې له اجرائیه رئیس ښاغلي «کیندي» او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس هم حضور درلود.

د دغه خبرو اترو اساسي موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ځانګړو زده کړو په برخه کې «سرف» مؤسسې مرسته کول دي.

د دغه مجلس په پیل کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ددغه ادارې د بېلابېلو برخو په هکله مفصل تشرېحات ورکړل.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د ځانګړو زده کړو ۱۶ ښونیز مرکزونه لري، او هغه کسانو ته چې د نه اورېدلو او نه لیدلو معلولیتونه لري مسلکي زده کړې ورکوي.

د «سرف» مؤسسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې د هغه له جملې څخه یو هم معلولو کسانو ته د توانایي ورکولو برخه ده.

له بل پلوه د «سرف» مؤسسې اجرائیه رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې تعهد وکړ چې د خاصو زده کړو د استاذانو د ظرفیت په لوړولو کې به له ادارې سره همکاري کوي.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ظرفیتونو او د «سرف» مؤسسې له همکاریو څخه باید د ځانګړو زده کړو په برخه کې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS