د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون رئیس معرفي شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۶

ښاغلی مفتي سید احسان الله قاسمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي چارواکو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د پایتخت زون د رئیس په توګه د مفتي سید احسان الله قاسمي د معرفي کولو په مراسمو کې یو شمیر مقاماتو لکه، مولوي شاکرالله الکوزی د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس، احمد سهیل جاهد د کابل ولایت د مقام د کارکوونکو چارو رئیس او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمیر رئیسانو او آمرینو هم ګډون درلود.

ښاغلي مولوي شاکرالله الکوزی په دې مراسمو کې وویل چې د هیواد په تعلیمي سکتور کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره یو له کلیدي بنسټونو څخه ګڼل کېږي او د یادې ادارې د اړونده تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د عملي زده کړو پر بنسټ د کار بازار ته د ننوتلو په پار د ځان سره کافي مهارتونه لري.

دغه راز احمد سهیل جاهد د کابل ولایت د مقام د کارکوونکو چارو رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زون ریاست له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې ریاست سره به په بشپړه همغږۍ او هماهنګۍ سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، محترم مفتي سید احسان الله قاسمي هم په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ژمنه وکړه چې په بشپړ اخلاص، مسؤلیت‌پالنې او مسلکي روحیې سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د زیارونو او هڅو په پایله کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اته زونونه جوړ شوي دي، چې یو شمېرو یې خپل کارونه پیل کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS