د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست راپور وړاندې شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۶
tveta

په دغې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست د نصاب او ښوونکو د روزنې رئیس ښاغلي انجنیر احمد نبي نایل د دغه ریاست کاري راپور د دغې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس ته وړاندې کړ.

په دغې کتنه کې ښاغلي انجنیر احمد نبي نایل د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي دغه راز د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست ستونزې او ننګونې د تخنیکي او مسلکي چارو له مرستیال سره شریکې کړې.

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست هڅې او فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې د ښوونیز نصاب په برخه کې باید لا زیات کار وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS