د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۷:۲۶
مشرتابه پلاوي غونډه

 

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې ترسره شوه.

د دغې غونډې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مشرتابه د غونډو د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او ویې ویل، چې په راتلونکي کې باید د مشرتابه غونډې د پایلو پر بنسټ ترسره شي.

مولوي شهامت څرګنده کړه چې د دغې ادارې د مشرتابه په غونډو کې د رياستونو ټولې ورسپارل شوې دندې بايد ترسره او راپور وړاندې کړي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د دغې ادارې د ستراتيژيک پلان د تطبيق لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

ښاغلي شهامت د کارکوونکو د اقتضایې ارزونې د ترسره کیدو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې له دغې ارزونې څخه یې موخه د هغه تغییراتو او تبدیلیو مخنیوی دی چې په اداره کې بې پایلې دي.

هغه دا هم وویل چې د اقتضایې ارزونې په پیلولو سره به د فساد او ګډوډیو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

په دغې ناسته کې د "نمونوي" انسټیټوټ د ایجادولو په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به د دغه انسټیټوټ د جوړېدو ټول چمتووالی نهايي شي.

د دغې غونډې په دوام کې د دغې ادارې د تیلو د مصرف او ترانسپورت په اړه خبرې وشوې او برخه والو په دې برخه کې يې خپل نظرونه شريک کړل.

د نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS