د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۸
جلسه هیأت رهبری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

د دې غونډې په پیل کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او د هغو د تطبیق د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې شو.

ورپسې د بودجې آمر د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې د مصرف په اړه راپور وړاندې کړ.

 په دې برخه کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي سعید احساس ټینګار وکړ چې بودجه بیت المال دی، او باید په سمه توګه ولګول شي.

د اجنډا له مخې، د بهیر مطبعې له خوا د چاپ شویو کتابونو پر برخلیک بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د دې موضوع د تعقیب لپاره دې یوه کمېټه وټاکل شي.

همدارنګه د عمومي زده کړو د کتابونو د برابرولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS