د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۵:۱۹
جلسه هیأت رهبری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د یادې ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې او د یادې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ ترسره شوه.

 د دې ناستې په پیل کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او اړونده ریاستونو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

 په دې اړه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، په اسلامي نظام کې د اوامرو اطاعت يو اصل دی او په اطاعت کې خير او برکت نغښتی دی. ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د اوامرو اطاعت فرض دی.

 دغه راز د اجنډا له مخې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له املاکو او د وجه سردستي بودجې څخه د اغېزمنې استفادې، او همدارنګه د ولايتي ادارو د اجناسو د تثبیت په اړه بحث وشو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له بيت المال څخه په اغيزمنه استفادې د ټينګار په ترڅ کې وويل چې د یادې ادارې له املاکو او ودانۍ څخه بايد د اړتيا او اغيزمنتوب له مخې استفاده وشي.

 ښاغلي شهامت همدا راز ټینګار وکړ، چې د ولایتي آمریتونو اجناس او تجهیزات باید د آمرینو له خوا مشخص او د هغه اسناد باید ترتیب شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS