د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له خوا ټول اسلامي امت ته د مبارکۍ پیغام!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۴ - ۱۰:۱۷
شهامت

د زمري څلورویشتمه تاریخي ورځ دې ټولو مسلمانانو (پۀ ځانګړې توګه افغانو کونډو، بورو، وره رو او تنکیو یتیمانو، بلکې ټول ملت) ته مبارکه وي.

اې د اسلامي لښکر سرلارو! فدایانو، استشهادي زمریو او د سنګرونو خړو پړو غازیاتو! دا ستاسو د سپېڅلو وینو او اوسپنیزو اراده ثمره ده چې نن مو د ټولو غمجنو هېوادوالو پر شونډو تبسم مېلمه شوی او هر سړی خوشال ښکاري ؛ نو درته مبارکه دې وي.

بلې! دا همغه ورځ ده چې د شاوخوا څلوېښتو میلیونو افغانانو پۀ ګډون یې د نړۍ حدوداً دوه میلیارده مسلمانان خوشاله کړل او د افغان خویندو، میندو تر څنګ یې د ګلالیو ماشومانو خوبونه هم آرام کړل. 

بلې! له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې پۀ همدغې ورځ (د اسد ۲۴) افغان غازیان د ارګ دروازو ته را ورسېدل او د غربي اشغال ټغر یې ټول، جګړه یې ختمه او د هېواد ځوانانو ته یې علمي او کاري فرصت برابر کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS