د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه جوړه شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۵:۵۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د یادې ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او  د دې ادارې د رئيسانو او مرستیلانو په ګډون جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تېرې رهبرۍ غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو برخو د خپلو کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.

د یادې غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ظرفیت د لوړولو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې. د پروګرامونو د څېړنو او تضمین کیفیت ریاست مسوولینو د دې موضوع په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

نوموړو د خپل د موندنو پرزینتیشن په وړاندې کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت په اړه خپلې موندنې له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې او ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل.

په همدې حال کې محترم مولوي شهامت ټینګار وکړ چې د تضمین کیفیت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو برخو څخه دی او له همدې لارې باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې کیفیت لوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

BACK TO NEWS