د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ شورا ناسته د دې ادارې د رئیس ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د محترمو مرستیالانو په شتون کې ترسره شوه.

ددې غونډې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د شته ستونزو او ننګونو د حل کولو پر څرنګوالي بحث ویل شوی دی.

په ورته وخت کې، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، چې تر دې وړاندې یې د بدخشان ولایت په ګډون یو شمیر ولایتونو ته سفر کړی و، زیاته یې کړه چې د ښوونیز نصاب، څارنې او ارزونې او همدارنګه د استادانو د ګمارنې په برخه کې باید زیاته پاملرنه وشي.

نوموړي دغه راز وویل چې وړ استادان، وړ زده کونکي روزي، له همدې امله اړینه ده چې استادان د وړتیا، لیاقت او مسلک پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې مقرر شي.

له بلې خوا، یو شمیر نورو رئیسانو هم په دې اړه خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل او الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چارو کې د شفافیت پر پلي کولو ټینګار وکړ.

په غونډه کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS