د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د "ان ټی ای" خالي بستونو د ګمارنې آزموینه واخیستل شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د "ان ټي ای" خالي بستونو د ګمارنې لپاره آزموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لخوا واخیستل شوه.
د دغې ازموينې د ترسره کېدو څارنه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچينو رئيس مولانا خالد يعقوبي کوله. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولينو هم په آزموينه کې د شفافيت ډاډ ورکړ.
په دغه آزموينه کې ۶۶ تنو ګډون کړی و، چې نهه تنه به په دندو وګمارل شي.