د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او هرات پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۷
TVETA

د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د پوهنتون له ریاست سره د  تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک د لاسلیکولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او هرات پوهنتون ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د همکاریو پراختیا ویل شوې ده.

دغه راز په دغه تفاهم ليک کې دواړه خواوې مکلف شوي دي چې ګډې څيړنيزې پروژې او علمي کنفرانسونه جوړ کړي او د دواړو خواوو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې بیا د هرات ولايت پوهنتون په دغه تفاهم ليک کې مکلف شوی تر څو د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او کارکوونکو لپاره ښوونيز سيمينارونه جوړ کړي او د تخنيکي زده کړو د مرکزونو د محصلينو لپاره د څيړنيزو کارونو د زمينې برابرولو په برخه کې زمينه سازي وکړي.

په دې تفاهم‌لیک کې نور علمی مسایل هم شامل دي او دواړه خواوې یې په تطبیق مکلف شوي دي.

یاد شوی تفاهم لیک په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS