د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون او د شیخ عبدالمالک ابو وثیق په وینا سره ترسره شوه.

په دې درسي جلسه کې، شیخ عبدالمالک په ورځني ژوند کې د اخلاقو او ښه نیت او د مسلمانانو د یووالي په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې اخلاق او حسن نیت د یو شخص عبادتونه ارزښتناک کوي، او د هغه ټول ژوند نوراني، با برکت او د خدای تعالی د رضایت وړ ګرځوي.

شیخ ابو وثیق د دې ښوونیز پروګرام له ګډونوالو څخه هم وغوښتل چې د خپلو ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د صادق اوسي او له نورو سره په چلند کې د نیک او منلو وړ اخلاقو څخه کار واخلي.

ارشاد او دعوت ریاست د اونۍ په پیل کې د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه ترسره کوي چې په یادې غونډه کې پر اړینو موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS