د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۳:۰
رهبری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د یادې ادارې د مرستیالانو او رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.

 د دې غونډې په پيل کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او موظف شوی ریاستونو د هغې د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.

 د خدماتو او املاکو رئيس مفتي سيد محسن سادات د ياد ادارې د اجناسو موجودۍ په اړه، چې د غونډې له تېرو پرېکړو څخه و، خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه پرېکړه په بشپړه توګه عملي شوې او مشرتابه پلاوي ته يې راپور ورکړى دى.

 په پاى کې د ادارې د مشرتابه او مرستيالانو د غونډو د تنظيم په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

په دې ناسته کې د هغو استادانو ستونزې چې د هېواد څخه د باندې په بورسونو تللي چې په انلاین ډول یې په ټولګیو کې ګډون کړی او اوس په وروستي پړاو کې، لازمه ده چې په  حضوري ډول ګډون وکړي. خو د ویزې له ننګونې سره مخ دي.

په دې برخه کې د غونډې د پرېکړې له مخې، د پلان ریاست موظف شو چې د ویزې د ترلاسه کولو په اړه د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړي او همدارنګه د تعلیمی او تحصیلی چارو ریاست د هغه استادانو چې بورسونو کې دي د هغوي درسی مکلفیتونو ته بیا کتنه وکړي.

 د غونډې په پای کې د احصایې او معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت د انټرنټ د غوره کارولو په اړه لارښود وړاندې کړې او د هغې په ګټو یې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS