د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د ګډو فرصتونو د برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، په کاري دفتر کې د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز د رئیس په حضور کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک له مخې، دواړه لوري به د ګډو او د علاقې وړ برخو، په ځانګړي ډول د تجربو د تبادلې، د نندارتونونو او نورو اړوندو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې همکاري او همغږي کوي.
د یاد هوکړهلیک د لاسلیک موخه د ګډو همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا، له شته ظرفیتونو او تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د تخنیکي او مسلکي برخو د لاستهراوړنو او وړتیاوو د معرفي کولو لپاره د لا زیاتو فرصتونو برابرول بلل شوي دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسؤولین هیله څرګندوي، چې د دغه هوکړهلیک د موادو په اغېزمن تطبیق سره به د ګډو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د دواړو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په وروستیو کلونو کې د لا زیاتې همغږۍ، د ظرفیتونو د لوړولو او د ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو د پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو او بنسټونو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
