د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدينو د لومړي سمستر آزموينې پيل شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۴۰
TVETA

د یو شمیر ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو مسوولین د مجاهدینو د ادارې او مدیریت پروګرام د لومړي سمستر د ازموینې د پیل خبر ورکوي.

په همدې حال کې په پروان ولایت کې د ادارې او مدیریت په روزنیز پروګرام کې د مجاهدینو د لومړي سمستر ازموینه پیل شوې چې تر ۳۰۰ تنو زیاتو مجاهدینو په کې ګډون کړی دی.

د پروان ولایت تخنيکي او مسلکي آمر وايي، چې د لومړي سمستر د ازموينې له پای ته رسېدو وروسته به مجاهدين په دويم سمستر کې شامل شي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې په ټول هېواد کې د مجاهدينو لپاره د ادارې او مديريت روزنيز پروګرام په لاره اچولی و او دا پروګرام د هغو مجاهدينو په ملاتړ چې له خپلو زده کړو څخه لرې پاتې و دوام لري .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS