د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یوه پلاوي کندهار ولايت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۹:۲۲
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يوه پلاوي د هیواد بیلا بیلو ولایتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړنو په دوام، کندهار ولايت ته سفر وکړ

دغه پلاوي دکندهار ولايت د ژړی ولسوالۍ اړوند کثيرالرشتوی انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه او ددغه مرکز له ټولو تحصلیي اسنادو او کاري چارو يې څارنه وکړه .

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس له محصلینو او کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته یې د اسلام د سپیڅلي دین او د اسلامي شریعت له نظره د ژوند کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

د اشاد او دعوت رئیس له محصلینو او کارکوونکو وغوښتل چې په خپلو ټولو چارو کې د اسلامي شریعت اصول مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د دایکندي، فراه، غور، نیمروز او هلمند ولایتونو په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS