د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندز ولایت د تخنيکي زده کړو له مرکزونو څخه ليدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۲۹

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د دې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ کندز ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له تدریسي وضعیت څخه څارنه وکړه.

په همدې حال کې محترم مفتي فاضل او ورسره مل پلاوي یې د کندز ولایت د امام صاحب، قلعه زال او چهار درې ولسوالیو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

دغه ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو  حل او د اړتیاوو په ګوته کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي تر څو د ښوونیز وضعیت څخه د لیدنې او ارزونې له لارې په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو کیفیت ښه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS