د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کندز د کرنې انسټیټوټ وضعیت وڅيړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۰:۱۱
Kunduz

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کندز ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ليدنې په ترڅ کې د یاد ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ وضعیت بررسي کړ.

ښاغلي شهامت له دغه ښوونیزو مرکزونو څخه د لیدنې پر مهال د مسئولینو او محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تر دې مخکې هم د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي له خوا څیړل شوی دی.

د مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د ارزونې په موخه ولایتونو ته سفر کړی دی.

دغه پلاوی به نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS