د بلخ ولایت اړوند نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو له کرکر کان او غوري د سمنټ تولیدی کارخونې څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۵۳
TVETA

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ د جامدو کانونو څانګې محصلینو د بغلان ولایت اړوند له کرکر سکارو کان او د غوري سمنټو د تولیدي کارخونې ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د جامدو کانونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته د سمنټو د تولید، سکارو «ذغال سنګ» استخراج د څرنګوالي او ارزښت په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري او صنعتي چاپیریال واقعیتونو ترمنځ د نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS